Infolijn - Pashtu
د هغو خلکو پوښتنو ته ځواب وايي چې په تېښته کې دي. دا مرستې پوښتنې کولای شي د اوسېدو، استوګنې، کور موندنې، ښوونځي ته د لاسرسي او نورو برخو کې وي
تاسو کولی شئ هر کاري ورځ د سهار له ۹ بجو تر ۱۲:۳۰ پورې موږ ته زنګ ووهئ
📌 د څه شي لپاره معلومات ترلاسه کولی شئ؟
موږ هره کاري ورځ دلته یو چې د مهاجرو لپاره د بلجیم ژوند په اړه پوښتنو ته ځواب ورکړو:
پوښتنې د موقتي یا نړیوالې محافظت، استوګنځای، کور، ښوونځي یا دندې ته د لاسرسي، مالي یا ټولنیز ملاتړ، روغتیايي یا ټولنیزو حقونو، رواني او ټولنیزې مرستې په اړه...
همدارنګه، قانوني پوښتنې هم کولی شئ زموږ سره شریکې کړئ، لکه د پناه غوښتنې پروسه، موقتي محافظت، او د مهاجرو لپاره د استوګنې خدمات.
👥 څوک کولی شي له معلوماتي کرښې سره اړیکه ونیسي؟
د مهاجرو ترڅنګ هر څوک چې له دوی سره مرسته کوي، لکه:
رضاکاران، کوربه کورنۍ، وکیلان، سرپرستان، مرسته کوونکي، د ښاروالیو کارکوونکي او نورې ادارې چې له مهاجرو سره کار کوي.
په لنډ ډول، هر څوک چې د مهاجرو د ژوند، استوګنې یا قانوني وضعیت په اړه پوښتنې لري، له موږ سره اړیکه نیولی شي.
☎️ د معلوماتو کرښې سره اړیکه:
تیلفون (هالنډي/انګلیسي/فرانسوي): 02 225 44 11
📅 هره کاري ورځ، د سهار له ۹:۰۰ نه تر ۱۲:۳۰ پورې
تیلفون (اوکرایني): 02 225 44 21
📅 هره کاري ورځ، د سهار له ۹:۰۰ نه تر ۱۲:۳۰ پورې
تیلفون (پښتو/دري): 02 225 44 11
📅 دوشنبه، سهشنبه، او پنجشنبه – د سهار له ۹:۰۰ نه تر ۱۲:۳۰ پورې
چټ (WhatsApp / Telegram): 0489 133 355
📅 هره کاري ورځ – ځواب به تر ۲۴ ساعتونو کې درکړل شي
⚖️ بله قانوني پوښتنه لرئ؟
که د مهاجرت قانون یا د نړیوال شخصي قانون په نورو برخو کې (لکه د کورنۍ یوځای کېدل، د بلجیم تابعیت، د نکاح یا زیږون اسناد، اسنادو قانوني کول...) قانوني مرستې ته اړتیا لرئ، نو له دې ادارې سره اړیکه ونیسئ:
📞 Agentschap voor Integratie en Inburgering: 02 205 00 55